لیکوال: مولانا وحیدالدین خان
ژباړه: رحمت شاه فراز
د سیکولرزم په اړه د منصفانه دریځ لپاره د دوو شیانو ترمنځ باید فرق وکړو. یو سیکولر فلسفه ده، او بل سیکولر پالیسي. د دواړو ترمنځ ډېر واضح فرق دی. کوم خلک چې په دې فرق باندې پوه نه شي، هغه د سیکولرزم په هکله سم دریځ نه شي نیولی.
سیکولر فلسفه په پیل کې د هغو خلک د ذهن پیداوار وه، چې په محلدانه فکر سمبال و. خو وروسته چې سیکولرزم له فلسفې خپله لاره بېله کړه، نو د جمهوري نظام یوه عملي پالیسي وګرځېده. د عملي پالیسي له رویه د سیکولرزم معنا دا وه، چې مذهبي چارې د فردي ازادي لاسونو ته وسپارل شي، او مشترکې مادي ګټې د حکومتي واک او اختیار له دایرې وشمېرل شي.
پخوا زمانه د مذهبي جبر زمانه وه. په اوسنۍ زمانه کې مذهبي ازادي د خلکو یو نه منسوخېدونکی حق ګرځول شوی دی. سیکولر پالیسي په اصل کې د همدې مذهبي ازادي یوه برخه ده. پخوا زمانه کې دا دود و، چې یوې مذهبي ډلې به دې ته غاړه نه ایښوده، چې بلې مذهبي ډلې ته ازادي ورکړي. لومړۍ ډلې به دوهمه ډله د مذهبي جبر او اکراه (religious persecution) هدف ګرځوله. خو په معاصر جمهوریت کې د دې بالعکس سیکولره پالیسي غوره شوې ده، یانې مشترکې مادي چارې د حکومت په دایره کې ساتل، او د مذهب او کلچر په برخه کې خلکو ته بشپړه ازادي ورکول.
هره ټولنه دې ته اړتیا لري، چې د سولې فضا په کې حاکمه وي. له سولې پرته هېڅ ډول پرمختګ او پیشرفت هم شونی نه دی. سیکولرزم د عملي پالیسي له رویه د سولې د راوستو یو تدبیر دی. همدې تدبیر په اوسنۍ زمانه کې پرمختللي هېوادونه د لرغوني طرز له مذهبي جګړو نه ژغورلي دي. همدا ده، چې له هند نه تر امریکا او بریتانیا پورې د سیکولر دولت اصل غوره کړای شوی دی. د سیکولر دولت معنا مذهبي مخالفت نه دی، بلکې مذهبي نه مداخلت دی. همدا ده، چې په دې هېوادونو کې هره مذهبي ډله له بشپړې ازادۍ برخمنه ده. په دې هېوادونو کې یوازنی شی چې ممنوع دی، هغه یوازې تشدد دی، نه په خپل مذهب باندې عمل کول.
هغه خلک چې د سیکولرزم په برخه کې منفي ذهن لري، د هغې وجه دا ده، چې هغوی په دوه شیانو کې فرق نه کوي. یو سیکولره فلسفه او بل سیکولره پالیسي ده، دوی دواړو ته په یوه سترګه ګوري. حال دا چې په دې تړاو سم دریځ ته د رسېدو لپاره لازمي ده، چې دواړه له یو بله بېل وکتل شي.
هغه خلک چې د سیکولرزم په هکله منفي ذهن لري، هغوی په یوه بله تېروتنه کې هم ښکېل دي. هغوی سیکولره پالیسي یوازې تر مشترکو مادي چارو پورې نه محدودوي، بلکې هغوی یې د مذهبي مخالفت په معنا اخلي. حال دا چې په اوسنۍ زمانه کې د سیکولر حکومت معنا د مذهب مخالف حکومت نه دی، بلکې د دې معنا یوازې دومره ده، چې حکومت په مذهبي چارو کې د نه لاسوهنې (non-interference) پالیسي ته ژمن دی. په دې مسئله کې ټوله غلطفهمي ځکه پیدا کېږي، چې خلکو نهلاسوهنه، د مخالفت هممعنا ګڼلې ده.
دا مسئله یو بل اړخ هم لري. هغه دا چې د مذهبي ازادي اصل په یوه وخت کې دوه ډوله ازادۍ رانغاړي. مذهي عمل او مذهبي تبلیغ. په اوسنۍ زمانه کې په ټولو سیکولر هېوادونو کې خلکو ته دا دواړه ډوله ازادۍ ورکول شوې دي. د دې معنا دا ده، چې یوه مذهبي ډله په فردي توګه په خپل مذهب باندې د عمل په خوا کې د نورو مذهبي ډلو په منځ کې د خپل مذهب لپاره سوله ییز تبلیغ هم په بشپړه توګه جاري ساتلی شي. دا ازادي تر دې حده پورې رښتینې ده، چې په دې هېوادونو کې زیاتره خلک خپل دین بدل کړي او د حکومت له لوري په دوی باندې هېڅ ډول بندیز نه ایښودل کېږي. مثلاً په امریکا کې هر کال شاوخوا سل زره امریکایان، د اسلام دين ته غاړه ږدي. (۲۰۱۷)
له دې اړخه چې وګورو، نو د سیکولر پالیسي معنا دا ده، چې هره مذهبي ډله په ټاکلې فردي دایره کې په خپل مذهب باندې د عمل کولو په خوا کې دا هڅه کولی شي، چې د نورو فکر او عقیده هم بدله کړي.
سکولریزم یو عینی – عملی مکتب دی چی ځانته د تطبیق خاصه جغرافیا لری.
په غربی ټولنو کی د سکولریزم اِعمال یو اشد اجتماعی ضرورت دی خو په اسلامی ټولنه کی د مطلق سکولریزم تطبیق نه ممکن دی او نه مناسب دی ځکه د سکولریزم ځینی مواد د اسلامی ټولنی د عمومی عقیدتی – اخلاقی فضاء سره سازش نلری البته طالبانی دیکتاتوری هم د منلو وړ نه ده ( د طالبی افکارو نفی کول به د سکولریزم د تائید په معنی نه وی ).